دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د طالبانو ناسمه پيژندنه به امريکا نوره هم په ځوړ کړي

ودان نشرونکی: ودان
نوومبر 30, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
17
ځلې شریک شوی
211
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

خالد رعد

د سي اين اين په (سياست) بلاګ کې مې يوه مقاله ولوستله چې ليکلي يې و په افغانستان کې روانه جګړه په وچ ولاړ حالت کې ده، چې نه يې طالبان ګټلی شي او نه هم امريکا او يا کابل اداره. د مقالې ليکوال د دې لپاره لوی دليل دا پيش کړی و چې طالبان لوی ښارونه او پراخې سيمې نشي لاندې کولی، هر کله چې يې په کوم ولايتي مرکز د قبضه کولو په نيت بريد کړی، افغان پوځ د امريکايي مشاورينو او هوايي ځواک په مټ پر شا کړي دي.

دا هم ولولئ

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

ليکوال که څه هم وړاندې د امريکا نظامي ناکامي ياده کړې او سياسي ميدان ته د امريکايي چارواکو خوشبيني يې ليکلې ده، خو له دې سره يې يوه بله ويره هم اضافه کړې، هغه دا چې طالبان هم لکه امريکا او کابل اداره په څو برخو ويشلي دي، چې له امله يې د سولې خبرو په مخ کې خنډ ليدل کيږي.

ليکوال وايي چې د سولې خبرو ته ډيره تمه د طالبانو او کابل دولت په منځ کې د مختلفو ډلو د شتون له امله کمزورې کيږي. نوموړي په دليل کې د پنټاګون عمومي مفتش راپور ته په اشارې ويلي چې د ۲۰۱۹م ولسمشريزو انتخاباتو وړاندې د افغان دولت په منځ کې د سياسي اتحادونو ادلون بدلون به ممکن د سولې په خبرو کې د افغان سياسي مشرانو يوه خوله کيدل زيانمن کړي.

مقاله د امريکايي چارپوهانو له قوله ليکي چې په طالبانو کې د مختلفو ډلو شتون د دې لامل دی چې په امريکايي سياسيونو کې د افغان مسئلې اړوند خورا کمه ليوالتيا ليدل کيږي او داسې ښکاري چې په ځينو امريکايي چارواکو کې د دې جګړې د ختمولو ميلان شتون نه لري.

له دې معلوميږي چې امريکايانو لا هم طالبان په صحيح ډول نه دي پيژندلي او لا هم د طالبانو واحد صف د نورو د دروغو په تله تلي، چې ممکن امريکايان په افغانستان کې د اوسني خراب وضعيت په اړه نور هم ناسمو پريکړو ته مجبور کړي، چې دا به د امريکا د اوسني مخ په ځوړ حالت لپاره په لوی زيان تمام شي.

دلته ځينې کسان شته چې د خپلو مادياتو د خوندي کولو په خاطر امريکايانو ته غلط معلومات رسوي او هڅه کوي چې امريکايي پوځيان تر ډيره وخته پاتې شي، که څه هم ځاني او مالي تلفات ورته رسيږي. دوی ته د امريکايانو يا د هغوی د ايتلافيانو مالي او ځاني زيان چنداني ارزښت نه لري، بلکې تر هر څه مهمه ورته دا ده چې خپلې مادي ګټې يې خوندي وي، چې دې هدف ته د طالبانو په اړه امريکايانو ته د غلطو معلوماتو په ورکولو سره رسيدلی شي.

امريکايان بايد طالبانو ته د کابل ادارې د چارواکو په خودساخته تعريف اکتفا ونکړي، بلکې په خپله يې د پيژندلو هڅه وکړي او دغه راز بايد د طالبانو واحد صف د کابل په حکومت، چې داخلي اختلافات پکې ورځ تر بلې شدت مومي، قياس نکړي.

امريکايان که لږ هم په سياسي او نظامي ډګرونو کې د طالبانو حرکت او سکون وڅاري، ډير ژر به يې واقعي څيره وويني. دوی بايد وپوهيږي چې طالبان له هغه ډير بدل دي، څنګه چې يې د دوی مزدوران ورته تعريفوي.

د کابل ادارې چارواکو څو ځلې د طالب په جامه کې د جعلي افرادو په توسط د مذاکراتو پيلولو په پلمه له امريکايانو څخه بې شمېره ډالر ولجه کړل، چې په ځلونو دغه افراد د طالبانو لخوا افشاء او په دې وروستيو کې خو يې دوه تنه ونيول شول، مګر متأسفانه چې امريکايان لا هم نه پوهيږي چې له دوی سره د خپلو ګوډاګيانو لخوا څه روان دي.

طالبانو په تير کوچني اختر کې د اوربند په اعلانولو سره خپل وحدت تر بل هر وخت ښه ثابت کړ او په دې سره يې د ګوډاګۍ ادارې ټول هغه تورونه او تبليغات بې بنياده وښودل چې له ۱۷ کلونو راهيسې يې د طالبانو په خلاف رسنيز کول او امريکايان يې پرې تيرايستلي وو.

که امريکا په رښتيا هم غواړي چې د خپل تاريخ له دې اوږدې جګړې څخه د ځان په ايستلو سره خپل اقتصادي، سياسي او نړيوال حيثيت پر خپل ځای وساتي، بايد بلا واسطه د طالبانو د صحيح تعريف پيدا کولو هڅه وکړي؛ ګنې دوی به هم د پخواني پرنګ او شوروي اتحاد په څير د تل لپاره له نړيوال سټيج څخه وغورځي، چې بيا به يې نه اوسنی سياسي وجاهت پاتې وي او نه اقتصاد او نړيوال حيثيت؛ ځکه چې تاريخ ثابته کړې چې افغانستان د امپراطوريو هديره ده.

لوی ټکي: افغانستانامريکاايتلافيانپنټاګونتعريفډلېطالبان
مخکینې مطلب

د کابل برید په چا او د څه لپاره ترسره شو ؟

بل مطلب

د واورو د اورښت له امله د سالنګ لویه لار تړل شوې

ځانګړي مطالب

خبرونه

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ولسمشر زلنسکي د روسیې د انرژۍ پر وړاندې د بندیزونو پر کمېدو نیوکه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com