ولسي جرګه: د “ملکیانو“ پرضد عملیات دې راکنترول شي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۰)
د ولسي جرګې غړو یوځل بیا پرحکومت ژغ کړی چې د عملیاتو په ترسره کیدو کې د ولسي خلکو ژوند ته پام زیات کړي.
وکیلانو وویل، د ملکیانو وژل کیدل که د هر چا له خوا وي د منلو وړ نه ده او باید دولتي ځواکونه او نړیوال متحدین یې دې ټکي ته زیاته توجه وکړي.
د ولسي جرګې غړو وروستیو چاپوته د “ملکیانو پرضد عملیاتو“ نوم ورکړ او ټینګار یې وکړ چې باید راکنترول شي.
وکیلانو دغه راز وویل، روانه او تیره اونۍ لسګونه بیګناه افغانان د وسلوالو مخالفینو په پلمه ترور شوي او په لوی لاس یې کورونه او جوماتونه نړول شوي دي.
بلخوا بیا د امریکا د دفاع وزات په یوه پیغام کې ویلي، چې سږکال یې پر افغانستان تر شپږزره ډیر بمونه اورولي دي.
امریکا دغه راز ویلي چې د امنیتي تړون تر چتر لاندې هڅه کوي خپل فعالیتونه نور هم زیات کړي او پرې نه ږدي چې وسلوال مخالفین یوځل بیا پر دې هیواد حاکم شي.



