اندونیزیا او امریکا کې زلزلې شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۱)

راپورونه وایي چې د اندونیزیا په ختیځ او د امریکا په الاسکا الایت کې لویې زلزلې رامنځته شوې.

د لویدیځو رسنیو د خبرونو له مخې، د امریکا د الاسکا ایالت په انکوریج ښار کې د ریختر په کچه ٧ درجه زلزله شوې چې ددې ښار په شمال کې ١١ کیلومتره وړاندې پرته سیمه ځپلې او سخت تاوانونه یې ور اړولي دي.
زلزله کې ځینې آپارتمانونه نړیدلي او آن سرکونو هم مات شوي دي.
تر اوسه د یاد زلزلې له کبله د سر د اوښتي زیان په هکله مالومات نه دي رسنیز شوي.
په یوه بله پیښه کې تیره ورځ یوې نستاً شدیدې زلزلې د اندونيزیا ختیځ سيمې ولړزولي.
د امریکا د زلزله پیژندنې ادارې ویلي، دا زلزله د ریختر په کچه ۶،۳ درجې وه او د سمندر په منځ کې رامنځته شوې.
چارواکي وایي، لا یې د سونامې د راتګ په هکله کوم خطر نه دی محسوس کړی او نه هم د اوښتو زیانونو کره مالومات په لاس کې لري.
د یادونې وړ ده چې تیره میاشت د دغه هیواد په “پالو“ ښار کې یوې سختې زلزلې ۲۲۰۰ کسان ووژل او ډیری نور یې ټپیان کړل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button