امريکايي مجله: د افغانستان په زياته خاوره طالبان واکمن دي او فيصلې پکې کوي
سټار انډ سټرايپس: د افغانستان ډيره برخه نفوس د طالبانو تر حاکميت لاندې سيمو کې ژوند کوي
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۲)
د سټار انډ سټرايپس په نوم يوې امریکايي مجلې ليکي، چې دا مهال د افغانستان زياته برخه خاوره د طالبانو تر حاکميت لاندې ده او تر نيمايي زيات نفوس د هغوی تر واکمنۍ لاندې سيمو کې ژوند کوي.
یادې مجلې په يوه مقاله کې ليکلي، طالبانو د نورو کلونو په پرتله سږ کال خپلې جګړې تيزې کړي او نه يواځې دا چې د ولسواليو پر مرکزونو يې بريدونو ته زور ورکړی بلکې وخت ناوخت پر لويو ښارونو هم بريدونه کړي او د ځينو ولايتونو مرکزونه يې تر سختو تهديدونو لاندې نيولي او په نږدې سيمو کې يې عمليات ترسره کړي دي.
د سرچينې په وينا، طالبانو خپلې جګړې شديدې کړي، د دغه هېواد ډيره برخه خاوره يې تر خپل کنترل لاندې راوستې او اوس مهال د افغانستان زياته برخه نفوس د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې ژوند کوي چې هغوی يې فيصلې کوي.
د سټار انډ سټرايپس مقاله کې راغلي، طالبانو د افغانستان په ټولو ولايتونو کې محکمې لري، د خلکو لانجمې فيصلې حل کوي او هره ورځ د نوې جګړې لپاره امادګي نيسي.
مجلې د غزني وروستيو جګړو ته په اشارې ويلي، چې طالبانو په تر ټولو امن ولسواليو (جاغوري- مالستان) هم بريدونه وکړل چې له کبله زرګونه کسان بې ځايه شول.
لیکوال په افغان حکومت او نړيوالې ټولنې غږ کړی چې افغانستان کې د خلکو ستونزې په پام کې ونیسي او روانې جګړې ختمولو ته د حل لاره ولټوي.
که څه هم افغان او امريکايي چارواکي دا نه مني چې طالبان دې د افغانستان تر نيمايي پر زياتې سيمې حاکميت ولري خو د روان ۲۰۱۸م کال په لومړيو کې بي بي سي په يوه څيړنيز راپور کې ويلي و چې طالبان د افغانستان پر اويا سلنه خاوره کې فعال دي او حکومت يواځې په دېرش سلنه خاوره حاکميت لري.



