ناټو: افغانستان کې وضعیت خراب دی؛ دا هیواد نه پریږدو
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۵)
دناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په پای کې خبریالانو ته ویلي ،سملاسي له افغانستان څخه د وتلو کوم پلان نه لري خکه چې د ده په وینا؛ په دې هیواد کې وضعیت لا هم خراب دی.
نوموړي وویل؛ طالبان خورا فعال دي او د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه تر اټکل زیاته شوې ده.
ستولټنبرګ زیاته کړه؛ که مونږ افغانستان پریږدو، دا هیواد د طالبانو لاس ته لویږي، مونږ افغان حکومت هیڅکله یواځې نه پریږدو او نه غواړو د تیرو ۱۷ کلونو لاسته راوړنې مو په اوبو لاهو شي.
نوموړي تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغان ځواکونو د ملاتړ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې، هڅه به کوي څو وسلوال طالبان له مقاومت څخه وغورځوي او اړ شي چې د افغانستان اساسي قانون او دیموکراتیک پرمختګونه ومني.
طالبانو هم پر ناټو ژغ کړی چې د وروستي“اشغالګر“ تر وتلو به خپله مبارزه روانه ساتي او هیڅکله بهرنیانو ته په دې هیواد کې د میشتیدو اجازه نه ورکوي.



