طالبانو په هرات کې شل تنه د ملي اردو سرتیري ژوندي نیولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۶)
راپورونه وایي چې طالبانو تیره ورځ د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو پر یوه قرارګاه برید کړی او یو شمیر کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولو سربیره یې ګڼ دولتي ځواکونه نیولي دي.
خبر زیاتوي، طالبانو د چشمې په نامه دغه قرارګاه تر خپل کنترول لاندې راوستلې او تر سختې جګړې وروسته یې شل (۲۰) تنه افغان سرتیري ژوندي نیولي دي.
طالبانو پیښه تائید کړې خو د نورو جزئیاتو په تړاو یې څه نه دي ویلي.
د هرات سیمیزو چارواکو هم تر دې مهال په دې هکله کوم غبرګون نه دی ښوودلی.



