یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

د بې اعتباره نظام بې اعتباره پاسپورټ

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
دسمبر 7, 2018
کټګوریانې: تبصرې, مهم
0
123
ځلې شریک شوی
192
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تبصره

په نړۍ کې د سکې، پاسپورټ، هوايي کرښو، سمندري لارو، نړيوالې سوداګرۍ، طلا، الماس او قيمتي ډبرو خپل خپل قيمت او اصول وي، چې هر هېواد د خپل اعتبارله مخې د خپلې سکې (بانک نوټونو) په اعتبار له نورې نړۍ سره سيالي کوي، او له هر هېواد سره په خپل هراړخيز اعتبار راکړه ورکړه کوي.

دا هم ولولئ

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

افغانستان د تېرو څلورو لسيزو د جګړو په دوران کې ډېر څه له لاسه ورکړل. افغانستان د ٦٠- ١٩٥٥ز کلونو تر منځ له ډېرو بدو اقتصادي، سياسي او هراړخيزو ستونزو سره مخ و. خپلمنځيو او سيمه ييزو جګړو دومره ځپلی ؤ چې دومره له پرنګ سره په مقابله کې هم نه و ځپل شوی. بالآخره، تر ١٩٦٠ز راوروسته یې له نړيوالو سره په سوداګرۍ او اقتصادي برخه کې په ګډون د يو څه ژوند کولو ساه واخیسته. خو لا پر خپلو پښو نه و درېدلی چې د شرق او غرب د سياليو ښکار شو.

که افغانستان د شرق او غرب په سياليو کې نه واى راګير شوی، اوس به د سټراټيژيک موقعيت او قيمتي معدنونو له امله د نړۍ تر ډېرو هېوادونو مخکې واى او هم به یې نړيوال اعتبار تر ډېرو هېوادونو زيات وای.

 بدبختانه، په تېرو څلورو لسيزو کې افغانستان له هر څه لاس ووينځه او يوازې نوم او خاوره ورپاتې شوه، چې پر هغې هم د شرق اوغرب تر منځ تر سړې جګړې وروسته د تودې جګړې اور بل دى.

تېر کال چې په نړيواله کچه د ١٩٩ هېوادونو د پاسپورټونو پرتله کېدله، افغانستان د ټولو هېوادونو په آخر کې پاتې شو. بيا هم دا تمه کېدله چې په نوي ٢٠١٨ز کال کې به خپل اعتبار يو څه لوړ کړي. خو دا دی، اوس چې د ٢٠١٨ز کال د نړيوال مارکيټ تر اعتبار وروسته د پاسپورټونو اعتبار اعلان  شو، افغانستان په همغه حالت کې پاتې شو.

 له دې دا څرګنده شوه چې افغانستان په اقتصاد، امن، پرمختګ، تعليم، نړيوال سياست، نړيواله سوداګرۍ، بين المللي اعتبار او په هر څه کې د امريکا او اروپايي ټولنې له بې خرته مرستو سره سره په خټو کې نښتی پاتې دى.

د پاسپورټ نړيوالې موسسې په خپل راپور کې ليکلي چې افغانستان په تېر يو کال کې هيڅ پرمختګ ونه کړ، او که په همدې حالت کې پاتې شي، د پاسپورټ د نړيوال قانون له مخې امکان لري افغان پاسپورټ په نړيواله کچه بې اعتباره او د چلښت له دورې پرېوځي، چې بيا یې اعتبار ترلاسه کول ناشوني دي.

افغانستان په ١٨٨٠ز کې يو آبي رنګه پاسپورټ درلود او د لسو کلونو لپاره به اجراء کېده.

په ١٩٣٤ز کې د هند لپاره سوداګريز پاسپورټ په فارسي او فرانسوي ژبه ليکل کېده. د سردار محمد داؤد خان د واک پر مهال د شاهي نظام پاسپورټ لغوه شو. د کمونستانو په دوره کې بیا زاړه پاسپورټونه لغوه شول، او تر هغه وروسته د اسلامي امارت په نوم پاسپورټونه چاپ کړل شول.

افغان پاسپورټونه ډيجیټل شول خو نړيوال اعتبار یې ترلاسه نه کړاى شو. او دا دى، د نړۍ تر ټولو کم کیفیته او بې اعتباره پاسپورټ اعلان کړل شو.

په ٢٠١٧ز کال کې پاسپورټ په څلورو رنګونو څلور ډوله چاپ کړل شو او ترڅنګ یې ډيپلوماټيک پاسپورټ هم ورزيات کړل شو، خو د بې اعتباره نظام په درلودلو سره یې هماغه اخیري مقام په نصيب پاتې شو.

د افغانستان د پاسپورټ د کمزوري کېدا لاملونه به نور هم وي، خو کومو لاملونو چې اوسنی نظام بې اعتباره کړی هماغو د هېواد پاسپوټ هم بې اعتباره کړی دی. تر څو چې په افغانستان کې د بهرنيانو د موجودیت له امله جګړې روانې وي، د افغانستان د نظام او پاسپورټ د بې اعتبارۍ ترڅنګ به نورې هم ډيرې بدنامۍ او بې اعتبارۍ ورپرغاړه شي.

مخکینې مطلب

طالبانو په هرات کې شل تنه د ملي اردو سرتیري ژوندي نیولي

بل مطلب

عمران خان امریکا ته: نور ستاسو ”اجیر ټوپکیان“ نه یو

ځانګړي مطالب

خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    23 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com