(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ۱۸)
یو شمیر حکومتي سرچینو رسنیو ته په ډاګه کړې چې ارګ غواړي د سولې عالي شورا د دارلانشاء لپاره د جمهوري ریاست احتمالي نوماند عمرداودزی د رئیس په توګه وټاکي.
یک تلویزیون نوموړي ته د نږدې سرچینو له قوله خبر ورکړی چې داودزي دا پریکړه منلې او ښایي نن یې په هکله رسمي اعلان وشي
عمر داودزی د کورنیو چارو پخوانی وزیر دی چې څو ځله یې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته له خپلې نوماندۍ څخه خبر ورکړی دی .
سرچینې وایي، ارګ له څو ورځو راهیسې له نوموړي سره خبرې اترې پیل کړې چې تیره شپه هم په دې تړاو ناسته شوې ده.
تر اوسه دا نه ده روښانه چې آیا داودزی به له خپلې نوماندسۍ تیر شي کنه؛ خو ښایي نن د نوموړي د ټاکل کیدو رسمي خبر خپور شي.
تر دې وړاندې پر همدې څوکۍ اکرم خپلواک دنده ترسره کوله چې وروسته یې د نامعلومو دلایلو پر اساس استعفا ورکړه.


















