(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ۱۸)
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په ځینو ولایاتو کې د حکومت له خوا د زورواکانو او خپلسرو قوماندانانو نیول کیدل، د اشرف غني د ټاکنیز کمپاین برخه بولي، چې په وینایې حکومت غواړي له دې لارې خلکو ته ځان داسې معرفي کړي چې ګواکې حکومت یې د خپلسرو وسلوالو شتون نه غواړي.
حکمتیار وایي، حکومت محدود زورواکي کسان نیسي او تر نیولو وروسته یې په عزت سره بیرته خوشې کوي.
نوموړي ویلي، لا هم لسګونه زورواکان او خپلسري وسلوال چې ځانونه د سیمیزو پولیسو قومانانان معرفي کوي؛ شتون لري ؛ په داسې حال کې چې همدې کسانو پر مظلومو افغانانو خپل ناپایه ظلمونه روان ساتلي، خو حکومت یې پر وړاندې پټه خوله دی.
حکمتیار پر حکومت ژغ کړی چې کمپایني موخې دې پریږدي او که رښتیا د زورواکو کسانو له منځه وړل غواړي باید له کوم توپیر پرته یې پر وړاندې رښتینې مبارزه وکړي او د څو محدودو کسانو په نیولو او بیا خوشې کولو دې خپل حیثیت نه خرابوي.
















