(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۸)
د فوټبال پر ښځینه لوبغاړو د جنسي تیرویو تر تورونو وروسته نن لویې څارنوالي د فوټبال فدراسیون د مشرتابه دنده وځنډوله.
د ولسمشر لوی سلاکار فضل فضلي وایي، د ښځینه لوبغاړو تر بدنامې قضیې وروسته لویې څارنوالۍ د فوټبال د فدراسیون د رئیس “کرام الدین کریم“ په ګډون د شپږو کسانو دندې ځنډولې دي.
لویه څارنوالۍ به له یادو کسانو د قانون په رڼاکې تحقیقات کوي او د یادې قضیې جدي څیړنې به ترسره کیږي.
د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، په دغه فدراسیون کې ښځینه لوبغاړو ته لیاقت نه، بلکې ښکلا معیار وه او په پرلپسې توګه لوبغاړې نجونې جنسي ځورول شوې دي.
ځینې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د فدراسیون رئیس خپلې خوب خونې ته داسې ډیجیټلي قلف لګولی چې له نوموړي پرته یې بل چا د خلاصون واک نه درلوده.
د ښځینه لوبغاړو پخوانۍ روزونکې خالده پوپلزۍ چې دا مهال په امریکا کې اوسي ویلي، دفوټبال په ګډون په ګڼو ورزشي فدراسیونونو کې د ښځینه لوبغاړو ځورول عادي خبر ګرځیدلې او په دې برخه کې له مشرتابه نیولې تر عادی کارمندانو ټول ښکیل دي.
دې قضیې د ولسمشر غني غبرګون هم راپارولی او په اړوند یې د جدي څیړنو امر کړی دی
















