سږکال په دولتي اداراتو کې نږدې ۲ میلیارده ډالره رشوت اخیستل شوی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۸)

په افغانستان کې د فساد کچه لا هم د پخوا په څیر مخ پر وړاندې روانه ده او ځینو دولتي اداراتو کې فساد په بې مخینې توګه زیات شوی دی.

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ په یوه څیړنه کې ویلي؛ سږ ۲۰۱۸ کال د افغانستان  په مهمو دولتي اداراتو کې ۱،۷ میلیارده (۱۷۰۰ میلیونه) ډالر فساد شوی دی .

د دې بنسټ مشر سید اکرام افضلي وایي، دا سروې د هیواد د ۳۴ ولایتونو په ۱۴۰ ولسوالیو کې له ۸ زرو کسانو سره د مرکو له لارې ترتیب شوې چې په کې سږکال د رشوت ورکونکو شمیر له ۳،۴ میلیونو کسانو څخه ۴،۶ میلیون کسانو ته لوړ شوی دی.

په سروې کې راغلي چې زیات فساد په محاکمو ، پوهنې وزارت، لویه څارنوالي، پولیسو ،ښاروالۍ او ملي شورا کې تر سره شوی .

داسروې چې له ۲۰۱۰ کال راپه دې خوا هر دوه کاله وروسته خپریږي، په کې راغلي چې په ۲۰۱۰ کال کې د فساد کچه ۱ میلیارد او ۷۹ میلیونه ډالره وه، په ۲۰۱۲ کال کې ۱،۲ میلیارده ډالر، په ۲۰۱۶ کال کې ۲،۹ میلیارده ډالر خو په سږکال (۲۰۱۸) کال کې ۱،۷ میلیارده ډالر اټکل شوې ده.

په سروې کې راغلي، په ۲۰۱۶ کال کې ۳ میلیونه او ۴۰۰ زره کسان مجبور شوي څو رشوت ورکړي، خو دا شمیر په ۲۰۱۸ کال کې ۴ میلیونه او ۶۰۰ زره کسانو ته لوړ شوی
دغه راز په سروې کې د پام وړ ټکی دادی چې په ۲۰۱۶ کال کې په اوسط ډول ۱۴۱۱۵ افغانۍ په یوځل ورکړل شوې خو په ۲۰۱۸ کې بیا دا کچه ۸۹۵۵ افغانیو ته رالویدلې ده.

د فساد د سږکال  کچه له ۲۰۱۶ څخه څه انداز ټیټه ده؛دوه کاله وړاندې په افغانستان کې ۲،۹ میلیارده بډې اخیستل شوې وې

افغان حکومت وایي چې د دوی ټوله هڅه دا ده چې د فساد مخه ونیسي خو له ټولو هڅو سره سره بیا هم بریالي نه دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button