منظور پښتین:له بلوچستان څخه پوځ را وګرځولم، نه حکومت

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۰)
تیره ورځ د پښتون غورځنګ مشر منظور پښتبن د پاکستان بلوچستان آیالت ته روان و، چې الوتکې ته یې د ناستې اجازه ورنه کړل شوه او بیرته شاتګ ته اړ شوه.
منظور تیره ورځ په اسلام آباد کې خپلو پلویانو ته په وینا کې ویلي چې له نوموړي سره دا کړنه د بلوچستان ځایي حکومت نه، بلکې د پاکستان پوځ ترسره کړې.
نوموړي ویلي، د پوځ له دې غبرګون څخه نهیلی کیږي نه؛ او خپلې مبارزې ته به د پخوا په څیر دوام ورکوي.
پر منظور دا بندیزونه داسې مهال لګول کیږي چې څو ورځې وړاندې نوموړی د پاکستان سیند آیالت ته هم له ورتګ څخه راګرځول شوی و.
نوموړی به د دې بندیز له امله نه شي کولای چې تر دریو میاشتو پورې یادو دو آیالتونو (سیند بلوچستان) ورشي.
پاکستاني پوځ د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې تر اوسه کوم سپیناوی نه دی کړی.



