طالبان: زمونږ کوم مشر د انټرپول له خوا نه دی نیول شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۰)

تیر ورځ ناوخته د کورنیو چارو وزات په یوه خبر پاڼه کې ادعا وکړه چې ګواکې د طالبانو د واکمنۍ د مالیې وزارت مرستیال ملا جلیل آخُند یې هغه مهال نیولی چې په جعلي تذکره او پاسپورت یې هڅه کوله څو د سپین بولدک له لارې پاکستان ته لاړ شي.

وزارت ویلي دې کس د ولي محمد په نامه تذکره جوړه کړې وه، چې د دوی ځیرکو مؤظفینو د بایومتریک په توسط معلومه کړه چې دغه کس د طالبانو د واکمنۍ پرمهال لوی چارواکی و، چې د ملګرو ملتونو د انټرپول پولیسو په لیست کې وار له مخه داخل وو.

طالبانو دا خبر رد کړی چې ګواکې د دوی کوم مشر دې نیول شوی وي او ویلي یې دي چې دا کس د دوی په لیکو کې شتون نه لري او څوک یې نه پیژني.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي

“موږ دا پروپاګند په کلکه ردوو، د اسلامي امارت د مالي وزارت د ملاعبدالجلیل په نامه مرستیال نه لاره او بل خپور شوی تصویر هم هيڅوک نه پيژني، نو په دې اړه خپاره شوي راپورونه حقیقت نه لري. “

د نوموړي کورنۍ بیا وایي چې دا کس عادي بزګر و او هیڅ کومه جرمي سابقه نه لري او اوسمهال پاکستان ته د خپلې تداوۍ په موخه روان و چې ونیول شو.
دغه راز کورنۍ یې له حکومت څخه غواړي چې نوموړی باید ژر تر ژره راخوشی کړي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button