د سولې عالي شورا: مشورتي بورډ ناقص او د منلو نه دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۲)

د سولې عالي شورا وایي د جمهور رئیس غني له خوا د سولې د مشورتي بورډ اعلان چې په کې د زیاتره سیاسي ګوندونو د مشرانو او دولتي چارواکو نومونه راغلي،ناقص او د نه منلو دی.
د دغې شورا مرستیاله حبیبه سرابي وایي، په دغه بورډ کې میرمنو ته کمه ونډه ورکړل شوې چې له امله یې د یاد بورډ مشروعیت له پوښتنې سره مخ شوی دی.
نوموړې دا خبرې د میرمنو په یوه غونډه کې چې د امریکا سفیر یې هم ګډونوال وو، وکړې.
سرابي وویل، په ټول بورډ کې دوه میرمنو( صدیقه بلخي، آمینه فضلي) ته ونډه ورکړل شوې چې هغه هم نه د دولتي چارواکو له آدرسه دي، نه هم د سیاسي اپوزیسیونونو.

سرابي  وویل دا ورته د منلو نه ده ځکه چې په وینا یې، میرمنې باید په هره برخه کې فعاله ونډه ولري.
د سولې عالي مشورتي بورډ تیره ورځ د امنیت شورا له آدرسه اعلان شو چې په کې ګڼ شمیر چارواکو او سیاسي جریاناتو ته ځای ورکړل شوی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button