نن د افغان سولې په تړاو د افغانستان، چين پاکستان درې اړخيزه غونډه کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۴)
ټاکل شوې چې نن د افغان سولې په تړاو د افغانستان، پاکستان او چين هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران غونډه وکړي.
په همدې موخه د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محود قريشي د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته رارسېدلی دی.
د ولسمشر د وياند مرستيال شاه حسين مرتضوي رسنيو ته ويلي، په دغه غونډه کې به د سيمې په روان وضعيت او افغانستان کې د سولې راتلو په اړه بحث کېږي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند محمد فيصل په خپله ټويټر پاڼه ليکي، قريشي به د يادې غونډې تر څنګ د افغان حکومت له لوړرتبه چارواکو سره هم ليدنې کتنې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان لومړي وزير عمران خان په تازه څرګندونو کې ويلي چې پر اوولسمه نيټه به پاکستان د امريکا او طالب استازو کوربه وي او دواړه خواوې به مذکرات وکړي.
تر اوسه طالبانو په پاکستان کې له امريکايي استازو سره د خبرو په تړاو په رسمي ټوګه څه نه دي ويلي، خو تر دې مخکې طالبانو دوه ځلې د افغان سولې اړوند د خليلزاد په مشرۍ له امريکايي پلاوي سره خبرې کړي چې تر دې دمه کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.
په وروستيو کې امريکا هڅې پيل کړي څو له طالبانو سره يوې پايلې ته ورسېږي او له دغه هېواده خپل ځواکونه وباسي.



