بلوچستان کې د پاکستان شپږ پوځيان وژل شوي، څوارلس ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۴)

د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د يوه وسله وال بريد په ترڅ کې د دغه هېواد شل پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه بريد پرون د جمعې په ورځ د ايران پولې ته نږدې د ياد ايالت د تربت په واکۍ سيمه کې په پاکستان پوځيانو ترسره شوی دی.

ډيوه راډيو د پاکستاني چارواکو له قوله ليکلي، په بريد کې شپږ پوځيان ځای پر ځای ووژل شول او د کېپټن په شمول څوارلس تنه نور ټپيان شول.

تر اوسه د دغه بريد مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستی خو تر دې مخکې په بلوچستان کې د لبرېشن فرنټ “بي ايل ايف” او “بلوچ ريپبلک آرمي ” په نومونو د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکو وسله والو ډلو پر پاکستاني پوځيانو ورته ډول بریدنه کړي دي.

پاکستاني چارواکي وايي، تر اوسه د ياد بريد په تړاو څوک نيول شوي نه دي خو زياتوي چې ښايي دغه بريد هم د يادو ډلو له لوري ترسره شوی وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button