بادغیس او بلخ کې “۷۴“ تنو سرتیرو خپلې دندې پریښې دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۶)
راپورونه وایي چې په بلخ او بادغیس ولایتونو کې لسګونه کسان د امنیتي ځواکونو له لیکو را بیل شوي دي.
خبر زیاتوي تیر ورځ دبادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ په مرکز کې ۵۵ تنه اربکیانو خپلې وسلې بیرته حکومت ورسپارلې او له خپلو دندو لاس په سر شوي دي.
د دغې ولسوالۍ مرکز اوس هم د طالبانو تر محاصرې لاندې ده او په ټولو اړوندو سیمو کې یې طالبان واکمن دي.
طالبان وایي، یادو کسانو له ویرې خپلې وسلې حکومت ته ورسپارلې او اوسمهال عادي ژوند ته ورګرځیدلي دي.
بلخوا بیا راپورونه وایي چې، د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې ۱۸ تنه د پولیسو او نورو امنیتي ارګانونو پورې تړلي کسان طالبانو ته تسلیم شوي دي
ځایی چارواکي یې په هکله له څه ویلو ډډه کوي، خو طالبان وایي چې دغه کسان د دوی د جلب او جذب کمیسیون په هڅو له دولتي اداراتو را جلا شوي دي.
باید وویل شي چې طالبانو څو ورځې وړاندې یوځل بیا پر ټولو افغان ځواکونو ژغ وکړ چې د دوی پر وړاندې له مخالفت لاس واخلي، او نور دې د بهرنیانو پر وړاندې د طالبانو د بریدونو خنډ نه جوړیږي.



