(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۶)
ولسي جرګې نن یوځل بیا په هیواد کې د روانو هوایي بریدونو په تړاو اندیښنه څرګنده کړه او له حکومت یې وغوښتل چې نور دې د ملکیانو پرضد عملیاتو باندې چوپتیا نه غوره کوي.
وکیلانو وویل، وروستیو هوایي بریدونو او شپنیو عملیاتو د افغانستان زیاتره خلک وسلوال پاڅون ته اړ کړي او په وینا یې چې دې بریدونو په هیواد کې پراخې بې ثباتۍ ته لاره هواره کړې.
ځینو وکیلانو څرګنده کړه چې، حکومت د خپلو ولسونو د مظلومیت او پر هغوی د روانو وحشتونو د پوښتنې جرأت نه لري ، باید پر ځای یې بې پرې سازمانونه مداخله وکړي څو هغوی د روان تاوتریخوالي له عاملینو تحقیقات ترسره کړي.
وکیلانو له حکومت نه هم وغوښتل چې د روانو مظالمو په مخنیوي کې دې کوټلي ګامونه واخلي او د شویو بشري جنایاتو څیړنه دې وکړي.
بلخوا شنونکي وایي چې حکومت د مجبوریت له کبله د ژغ پورته کولو جسارت نه لري.
دوی زیاتوي، له امریکا سره د شوي امنیتي تړون له مخې ،امریکا په افغانستان کې کامل قضایي مصؤنیت لري او افغان حکومت دا حق نه لري چې امریکایي جرایم یا وغندي او یا یې هم د څیړنې امر وکړي.
باید وویل شي چې په هیواد کې د ګډوځواکونو له خوا د ملکي تلفاتو لړۍ په پراخ ډول مخ پر وړاندې روانه ده، چې د ګډحکومت په ګډون تول بشري سازمانونه او رسنۍ یې پر وړاندې چوپ دي.
















