(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۶)
په داسې حال کې چې په متحده عرب اماراتو کې د طالبانو او امریکا تر منځ مخامخ مذاکرات روان دي، ارګ ویلي چې نن یې د سولې د مشورتي بورډ له غړو سره غونډه کړې ده.
دا غونډه نن د ارګ په “چهار چنار ماڼۍ“ کې ترسره شوې چې په کې د یاد بورډ له ګډونوالو سره د هغوی پر دندو او مکلفیتونو خبرې اترې شوې دي.
ارګ وايي،د بورډ غړو ټینګار کړی چې طالبان باید مخامخ له افغان حکومت سره خبرو ته کیني او خپلې ستونزې دې مخامخ له دولتي چارواکو سره مطرح کړي.
په غونډه کې یوځل بیا ټینګار شوی چې سیاسي جریانات دې هڅه نه کوي څو له طالبانو سره خپلسري مذاکرات وکړي.
په دې سربیره چې په یاد مشورتي بورډ کې د سیاسي ګوندونو مشرانو ته ځای ورکړل شوی خو بیا هم په ننۍ غونډه کې ګڼو سیاسي مشرانو شتون نه درلود.
په ننۍ غونډه کې حامد کرزي، جنرال دوستم، عبدالرب الرسول سیاف، صبغت الله مجددي، شیخ آصف محسني، گلبدین حکمتیار، محمدیونس قانوني، اسماعیل خان، عطامحمدنور، سید منصور نادري او سید حامد گیلاني ګډون نه درلوده.
د سولې عالي شورا او د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر دا بورډ یو بې اعتباره ترکیب بللی چې په وینا یې، غني غواړي په دې توګه خپل انتخاباتي کمپاین مخته یوسي


















