(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۷)
په کابل کې د پاکستان سفارت امنیتي کارکوونکي د ويزو په برخه کې د رشوت اخيستو له کبله له دندو ګوښه شوي دي.
دغه څرګندونې تيره ورځ د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين اختر محمد ابراهيمي وويل، چې دا کار يې د پاکستان سفارت کې د ويزو اخيستلو په برخه کې د رشوت او فساد اخيستلو د له منځه وړلو لپاره ترسره کړی زياته يې کړه “له نن څخه د سفارت ټول امنيتي کارکوونکي ګوښه او پر ځای به يې نوي کسان وګمارل شي”.
ابراهيمي وويل، په دغه سفارت کې د ويزو اخيستلو پر وخت امنيتي کسان په بیلابیلو نومونو له خلکو پيسې اخلي چې خلکو ته يې ستونزې جوړې کړي دي.
نوموړي امنيتي منسوبينو ته هدایات ورکړل څو د پاکستان سفارت شاوخوا رشوت اخيستونکي او کميشن کاران ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د کابل سربيره په جلال اباد کې هم د پاکستان کونسلګرۍ څخه هم د ويزو د ترلاسه پر مهال د رشوت او فساد راپورونه ورکړل شوي چې د خلکو په وينا له اوونيو انتظار وروسته هم نه توانيږي چې ويزه ترلاسه کړي زياتوي “یوازې هغه خلک په اسانۍ ويزې اخيستلی شي چې واسطه او پيسې ولري”.
که څه هم تر دې مخکې د چارواکو له خوا څو ځلې په جلال اباد کې د کونسلګرۍ څخه د ويزو اخيستلو په چارو کې د شفافيت او نظم ساتلو خبرې شوي خو لا هم په دغه برخه کې ستونزې موجودې دي.


















