راتلونکې اونۍ؛ ولسي جرګه ‏۵ وزیران استیضاح کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۷)

ولسي جرګه وایي، راتلونکې اونۍ به د کابینې پنځه وزیران استیضاح کړي.
د جرګې اداري پلاوی وايي، داځل د ټولګټو، مخابراتو، ترانسپورت، عدلیې او له نشه يي توکو سره د مبارزې وزیران ځکه استیضاح کوي،چې د پرمختیايي بودجې په لګښت کې پاتې راغلي دي. ‎

د ولسي جرګې  منشي عرفان الله عرفان وایي، د یادو وزارتونو وزیرانو په ۱۳۹۶ کال کې خپله اویا سلنه بودیجه هم نه ده لګولې.
د دوی په وینا، که وزیرانو ورته قناعت بښونکي ځوابونه ور نه کړل، دوی به یې په سلب صلاحیت هم غور وکړي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button