ننګرهار: د امریکايي الوتکو په بمبار کې ۱۱ تنه عام کلیوال وژل شوي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۷)
له ننګرهار ولایت څخه ورکړل شوي راپورونه وایی چې تیره شپه د شیرزادو ولسوالۍ اړوند “ مرکیخیلو“ سیمه کې د امریکایي ځواکونو جنګي الوتکو پر یوه کلي سخته بمبارۍ کړې .
سیمیزې سرچینې وایي، په برید کې ګڼ شمیر کورونه نړیدلي او ۱۱ تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي دي.
سرچینو ویلي، د بمبار پر مهال په سیمه کې هیڅ مخالف وسلوال شتون نه درلوده او ولسي خلکو ته یې پراخ مالي زیانونه اړولی دي.
طالبانو برید غندلی، خو ګډو ځواکونو یې په تړاو څه نه دي ویلي.
دا بریدونه داسې مهال کیږي چې په همهاله توګه په ابوظبۍ کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ ګډ مذاکرات روان دي.
راپورونه وایي چې، یوه طالب استازي تیره ورځ په ابوظبۍ کې خلېل زاد مخاطب کړ چې له ٣مياشتو راهيسي د امريکا او افغان ځواکونو په ړندو بمباريو او بريدونو د سلګونو بې ګناه او ملکي وګړو په ويني تويولو کې چې ماشومان او تورسري هم پکې دي، ستاسي څه هدف دى؟
ايا د ولس په وژنه پرطالبانو فشار راوړئ او که پر افغان ولس؟
د نوموړي په وینا چې خليل زاد یې په ځواب کې وويل، هر ډول بريدونه د افغان دولت په هدف ټاکنه او مشوره ترسره کيږي



