(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ۲۷)
د څرخي پله زندان په شپږم بلاک کې دولتي ځواکونو پر بندیانو ډزې کړې او څو تنه یې ټپیان کړي دي.
سرچینې وایي، پولیسو په شپږم بلاک کې د زندانیانو استاد مولوي عارف الله او څو نور ملګري یې په ډزو ویشتلي دي.
تر اوسه د نښتو او ډزو لامل نه دی څرګند او نه هم د مرګ ژوبلې اړوند کره معلومات ډاګیز شوي دي.
بندیان وایي، یاد زندان ته د نوي مشر “زلمي منګل“ تر ورتګ وروسته پرې په بیساري ډول ظلمونه زیات شوي او بندیان په بې رحمانه توګه ځورول کیږي.
دا لومړی ځل نه دی چې په یاد زندان کې له بندیانو سره دا ډول چلند کیږي، تر دې وړاندې په ځلونو ورته پیښې شوې چې زندانیان مجبور شوي خپلې خولې وګنډي او ډول ډول اعتصابونو ته ملا وتړي.
په همهاله توګه په بګرام زندان کې هم له زندانیانو سره ناوړه وضعیت زور اخیستی او د سرچینو په حواله، هره ورځ لسګونه زندانیان په سخت وحشت سره شکنجه کیږي.
دا اقدام داسې مهال مخته راځي چې په ورته وخت کې طالبانو او امریکا هم له یو بل سره مذاکرات پیل کړي او د باور جوړونې مهمه نقطه یې هم د زندانیانو موضوع ده، چې ځینو کړیو وار له مخه پر بندیانو وحشت پیل کړی او غواړي خپل زړه پر مظلومو لاس تړلو زندانیانو تش کړي .

















