طالبان: له امریکایانو سره یواځې پر هغو مسائلو بحث کوي،چې تر هغوی پورې تړلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۷)
طالبانو د دریم ځل لپاره هم په ابوظبۍ کې د افغان حکومت له پلاوي سره د خبرو او مذاکراتو امکان رد کړی او ویلي یې دي چې استازي یې له امریکايي لوري سره د “اشغال“ د پای ته رسیدو په اړه په جدي خبرو بوخت دي.
طالبانو د اجرایه او جمهوري ریاستونو څرګندونو ته چې ویلي یې وو “ امکان لري په دې غونډه کې له طالب استازو سره مخامخ خبرو ته کیني“ غبرګون ښودلی او زیاته کړې یې ده چې دا ادعاوې ناسمې دي او ردوي یې.
طالبانو تینګار کړی چې له امریکایانو سره یواځې پر هغو مسائلو بحث کوي چې تر هغوی پورې تړاو لري او په وینا یې چې
“له امریکايي پلاوی سره د افغانستان د اشغال د پای ته رسیدو په مسئلې خبرې کیږي چې د کابل تر ادارې پورې هیڅ تړاوو نه لري، هلته د اجنډا ټول بحث هغه موضوعات دي چې په اشغالګرو پورې اړه لري او له هغو سره به پرې خبرې کیږي“
طالبانو پر رسنیو غږ کړی چې خپلو راپورونو کې دې خپلواکي او بې پرېتوب ته پام زیات کړي او د مذاکراتو په تړاو دې له پروپاګند خپرولو ډډه وکړي.
اعلامیه کې له ولسونو هم غوښتل شوي چې د رسنیو تبلیغاتو ته دې توجه نه کوي او یواځې د دوی له آدرسونو دې رسمي غبرګونونه څاري.


