تميم توفيق
په دې کې شک نشته چې د امريکايي اشغال له پيل راهيسې په تيرو ۱۷ کلونو کې طالبانو کابل چارواکو ته د سړي په سترګه نه دي کتلي او داسې ښکاري چې په دغسې حيثت به يې وهم نه ګوري.
په همدې موده کې تل کابل ادارې خورا کمزوري کارونه ترسره کړي، چې له دې جملې څخه ډېری يې د زندانيانو شکنجه کول، د عامو ولسي وګړو بنديانول، بې رحمانه چاپې پرې وهل او کورونه يې په درنو وسلو ويشتل دي.
تيره ورځ هم چې طالبانو د زلمي خليلزاد په مشرۍ له امريکايي دپلوماتانو سره ناسته او خبرې پيل کړې او د متحده عرب اماراتو په شمول يې پاکستان هم په دې خبرو کې ورشريک کړ، کابل ادارې ته يې يو ځل بيا د يوه توت ارزښت ورنکړ.
طالبانو لومړی تيره ورځ او بيا نن ورځ په تکرار سره يو وار بيا د اعلاميې په توسط واضحه کړه چې د کابل ادارې د چارواکو هغه خبرې تش د هوا ګزول دي چې وايي ابوظبۍ کې به له طالبانو سره وويني، دوي ويلي چې په کابل کې ناستو چارواکو سره يې خبرې هيڅ امکان نه لري؛ ځکه چې تر اوسه له اصلي لوري (امريکا) سره خبرې مهمې دي، چې د اشرف غني استازو ته پکې هيڅ ځای نه پاتې کيږي.
د طالبانو له لوري د کابل ادارې ته په سپور نظر کتل او په روانو سياسي ناستو کې د دوی شرکت ناچيز او بې ګټې بلل د دې لامل شو چې کابل اداره يو ځل بيا د طالبانو له لوري د دې حيثيت ځپونکي حرکت کسات له زندانيانو واخلي او په دې توګه خپله کمزوري ثابته کړي.
د اشرف غني بې بندوباره عسکرو د طالبانو د اعلاميې په تعقيب نن غرمه مهال د پل چرخي زندان په شپږم بلاک کې په زندانيانو د خپلو توپکو شپېلۍ وراړولې، چې ويل کيږي تر مازديګر ناوخته يې په لاس او پښې زولانه زندانيانو بې رحمانه ډزې کولې.
تر اوسه معلومات نشته چې د اشرف غني د دې وحشيانه کړنې په پايله کې به څو لاس تړلي زندانيان په شهادت رسېدلي وي، خو د ډيرې مرګ ژوبلې امکان ځکه شته چې تش لاسي زندانيان به د ځان څه دفاع وکړای شي.
دا لومړی ځل نه دی چې د امريکايانو ملګری دولت د طالبانو د بريا په مقابل کې دغسې بزدلانه عمل ترسره کوي، له دې وړاندې يې هم ډېر ورته اعمال ترسره کړي دي.
د مثال په ډول، موږ په ځلونو مشاهده کړې چې کله به طالبانو يوه سيمه لاندې کړه، د اشرف غني عسکرو به نژدې کلي په درنو مرميو ويشتل، کله به چې طالبانو يوه قرارګاه يا پوسته ونيوله او پکې ميشت عسکر به يې يا ووژل او يا به يې له ځان سره يوړل، د اشرف غني عسکرو به د چورلکو او الوتکو په توسط کلی بمبار کړ او دغه راز چې کله به طالبانو په سياسي ډګر کې کومه بريا تر لاسه کړه، اشرف غني به بنديان له نسبتاً هوسا زندانونو څخه وحشي هغو ته انتقال کړل، يا به يې د زندانيانو د قيد مودې اږدې کړې او يا به يې د اعدام اختارونه ورکړل.
د پل چرخي زندان په شپږم بلاک کې په لاس او پښې تړليو زندانيانو باندې ناتار ډزې بله هيڅ معنی نه لري. دا د اشرف غني له لوري د طالبان د ځورولو يوه هڅه ده، دی غواړي په دې عمل سره هم د خپلې بې حيثتۍ غچ واخلي او هم طالبانو ته ښکاره کړي چې نيم ځواک يې د دوی تر چړې لاندې دی، چې بايد د بيا لپاره ورته په دومره سپور نظر ونه ګوري.
خو اشرف غني نه پوهيږي چې په دغسې اعمالو سره نور هم طالبانو ته دلايل په لاس ورکوي او هم خپله بې کفايتي ثابتوي. په زندان نننی بريد طالبانو ته د ذرې هومره زيان نشي رسولی، بلکې په روان سياسي بهير کې ګټه ورته کولی شي او تله يې درنولی شي، مګر بالمقابل د کابل اداره به نوره هم د خپل بادار (امريکايانو و اذنابهم) او نړيوالو په نظرونو کې ټيټه او سپکه سپوره کړي، چې بيا به د دې سوړي ګنډل ورته خورا ستونزمن وي.


















