(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۸)
د بې پولې خبریالانو سازمان د خبریالانو د خوندیتوب په اړه په خپل راپور کې ویلي چې سږ ۲۰۱۸ میلادي کال په ټوله نړۍ او په ځانګړي ډول افغانستان کې لسګونه خبریالان وژل شوي دي.
خبر زیاتوي ، سږکال په کابل کې د داعش ډلې په بریدونو کې چې شیعه هیوادوال یې هدف و، یوولس خبریالان ووژل شول.
دغه راز په ځینو نورو ولایتونو کې هم یو شمیر خبریالان په نښه شول، چې ټولټال یې شمیر ۱۵ ته رسیږي.
د بې پولې خبریالانو بنسټ وایي، سږکال اتیا(۸۰) تنه خبریالان د نړۍ په لر او بر کې وژل شوي چې له ډلې یې په سوریه کې ۱۱، په یمن کې ۸، په هند کې ۶ په امریکا کې ۶ او په مکسیکو کې ۹ تنه خبریالانو ژوند له لاسه ورکړی دی؛ دغه شمیر تیر ۲۰۱۷ کال یواځې ۶۳ تنه وو.
د یاد بنسټ د خبر له مخې،په ۲۰۱۸ کال کې په ټوله نړۍ کې ۳۴۸ خبریالان بندیان شوي او ۶۰ تنه نور برمته شوي هم دي.
په افغانستان کې تر ډیره رسنیز ځواک حکومت په لاس کې اخیستې او ټولې صوتي او انځوریزې رسنۍ چې د خپلواکي او بې پرې خبر د ورکولو ادعاوې کوي، تر ډیره سانسور شوې بڼه لري چې زیاتره خلکو هم پرې خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.


















