ابوظبۍ غونډه، وروستي جزئیات: د بهرنیانو په برخلیک،بندیانو او ملکي تلفاتو جدي خبرې شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۷)
طالبان وایي په ابوظبۍ کې یې له امریکایانو سره ناسته پای ته رسیدلې او په مهمو مسائلو یې له بهرنیانو سره مذاکرات ترسره کړي دي.
دغه غونډه چې په کې د پاکستان،سعودي او اماراتو چارواکو هم ګډون درلود ترټولو زیات ترکیز له افغانستان څخه د خارجي عسکرو په وتلو باندې شوی دی.
خبرپانه کې راغلي، طالب پلاوي د غونډې برخوالو ته په ملکي خلکو د ړندو بمباریو په اړه مستند معلومات او شواهد وړاندې کړي او په ټینګار سره یې د توقف غوښتنه ترې کړې.
طالبانو دغه راز ویلي چې، له امریکایانو سره د بندیانو په سرنوشت او د هغوی د خلاصون به اړه هم له امریکایانو سره خبرې شوې، چې په وینا یې پر دې موضوع به غور کیږي.
طالبانو یوځل بیا ویلي چې په غونډه کې یې له امریکایانو سره د اوربند ، افغان حکومت سره د مذاکراتو، موقت حکومت، انتخاباتو او نور کورنیو مسائلو باندې خبرې نه دي کړې ځکه چې په وینا یې
“ د ټولو مشکلاتو بنیاد او لوی خنډ د افغانستان اشغال دی او هغه باید پای ته ورسیږي.“
طالبانو د راتلونکو مذاکراتي ناستو په تړاو ویلي چې په دې هکله نهایي پریکړه به د دواړو لوریو مشران کوي.



