(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ۲۷)
راپورونه وایي چې امریکایي او افغان ځواکونو د ننګرهار په لعلپوره او د لوګر په خروار ولسوالیو کې ولسي خلکو ته درانه زیانونه ور اړولي.
خبر زیاتوي، تیره شپه د ننګرهار ولایت لعلپورې ولسوالۍ اړوند د “چیکنور“ په نامه سیمه کې امریکایي او افغان عسکرو پر یوه کلي چاپه وهلې او خلک یې سخت ځورولي دي.
سرچینې وایي، ګډوځواکونو دکورونو دروازې ماتې کړې او یوه دیني مدرسه یې هم نړولې ده.
دغه راز یې د مدرسې تر څنګ یو کور او د مدرسې ټول کتابونو او سامانونه مکمل سوځولي او ۲ تنه کلیوال یې له ځانه سره د بندیانو په توګه بیولي دي.
په یوه بل خبر کې ویل شوي چې ګډوځواکونو د لوګر ولایت خروار ولسوالۍ په بازار او “شیخانو“ کلي باندې چاپه وهلې.
عینی شاهدان وایی، امریکایانو د کلي ۱۸ تنه سپینږیري د بندیانو په توګه له ځانه سره بیولي او په سیمه کې یې د ګڼو کورونو دروازې په ماینونو او درنو وسلو ویجاړې کړې دي.
طالبانو دواړه پیښې جنایت بللې او غندلې یې دي، خو افغان چارواکو یې په تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.
دا پیښه داسې مهال مخته راځي چې په همهاله توګه په ابوظبۍ کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ مذاکرات روان دي.
خلیلزاد ویلي، ټول هغه بمبارونه او شپنۍ چاپې چې ملکی افغانانو ته په کې زیان اوړي د افغان حکومت په مشوره، او د هغوی په غوښتنه ترسره کیږي، څو طالبان مجبور کړي چې له حکومت سره خبرو ته ځان چمتو کړي.


















