(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۷)
له خوست ولایت نه ورکړل شوي راپورونه وایی چې وړمه شپه امریکایانو او د کمپاین عسکرو د دغه ولایت د باک ولسوالۍ اړوند، کلیو باندې چاپه وهلې چې خلکو ته یې د سر او مال درانه زیانونه اړولي .
سیمیزې سرچینې وایي، د کمپاین په نامه ځانګړو ځواکونو د شیخ زاهد پوهنتون د استاد “عبیدالله“ په ګډون درۍ تنه ولسي کسان په مخامخ ډزو ویشتلي او ځای پر ځای شهیدان شوي دي.
سرچینه زیاتوي،ګډوځواکونو یو شمیر کورونه په بمونو الوزولي او پر زیاتو هستوګن ځایونو یې د درنو وسلو ډزې کړې چې په کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
ګډوځواکونو دغه راز د سیمې ۱۵ تنه ځوانان او سپینږیري له ځانه سره د بندیانو په توګه وړي.
دا په داسې حال کې ده چې په همهاله توګه په ننګرهار او لوګر کې هم پر ولسي خلکو بوږنونکي شپني عملیات ترسره شوي دي
دا پیښه داسې مهال مخته راځي چې په همهاله توګه په ابوظبۍ کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ مذاکرات روان دي.
خلیلزاد ویلي، ټول هغه بمبارونه او شپنۍ چاپې چې ملکی افغانانو ته په کې زیان اوړي د افغان حکومت په مشوره، او د هغوی په غوښتنه ترسره کیږي، څو طالبان مجبور کړي چې له حکومت سره خبرو ته ځان چمتو کړي


















