(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۸)
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستيال خان جان الکوزی وايي، له تيرو شل ورځو راهيسې په حيرتان بندر کې شل زره ټنه خوراکي توکي بند پاتې دي.
د الکوزي په وينا، په دغه موادو کې چې ډيری يې خوراکي توکي دي د عامې روغتيا وزارت د وروستۍ پريکړې له مخې په یاد بندر کې بند دي.
نوموړی وايي، د عامې روغتيا وزارت امر کړی چې هېواد ته راوړونکي ټول خوراکي بايد بايد په کابل کې ټېسټ شي چې دې کار سوداګرو ته ستونزې جوړې کړي دي.
د سوداګرۍ خونه وايي، له دې مخکې به افغانستان ته راوړونکي خوراکي توکي په بندرونو کې ټيسټ کېدل خو اوس دا چاره کابل ته انتقال شوې ده، او سوداګر اړ دي چې واردېدونکي خوراکي مواد لومړی کابل او بيا نورو ولايتونو ته يوسي چې دا کار ډير وخت نيسي.
خان جان الکوزي له حکومته غوښتنه وکړه چې يادې ستونزې ته دې د حل لاره پيدا څو د سوداګرو ستونزې يوڅه کمې شوې وي.


















