کابل.کام – د لېندۍ ۳۰مه، ۱۳۹۷:
امریکايۍ رسنۍ وايي د امریکا پوځ ته امر شوی چې له افغانستانه دې نیمايي امریکايي عسکر راوباسي.
د امریکايي سي این این ټلوېزون د امریکايي چارواکو له خولې لیکلي چې له افغانستانه د امریکايي عسکرو د راایستلو پر پلان باندې ”کار روان دی، او د ۷۰۰۰ عسکرو راایستل به څو میاشتې ونیسي.“
همداراز، یوې بلې نوموتې امریکايۍ ورځپاڼې، وال سټریټ ژورنال، نن راپور خپور کړ چې امریکا له افغانستانه نږدې ۷۰۰۰ امریکايي عسکر باسي.
په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو قومندانۍ د امریکايي ځواکونو د خروج په اړه له تبصرې کولو ډده کړې ده.
دا پرېکړه داسې مهال کیږي چې وړمه ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له سوریې هم د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ، چې کارپوهان یې د امریکا په سټراټيژۍ کې نوی بدلون بولي او وايي ټرمپ غواړي له هېواده بهر د جګړو پر ځای په کور دننه امریکا ته پرمختګ ورکړي.
بل خوا، له سوریې د امریکايي ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته د امریکا دفاع وزیر، جېمز مټيس، استعفاء کړې او لامل یې له ولسمشر ټرمپ سره د نظر اختلاف بللی دی.
امریکا دا مهال په افغانستان کې نږدې ۱۴ زره سرتېري لري. ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر ولسمشر کېدو وړاندې هم د افغانستان د جګړې مخالف و، خو د خپلو جنرالانو په هڅونه تېر ۲۰۱۷ز کال کې د د دې جګړې اوږدولو ته تیار شو.
دا راپورونه داسې مهال خپریږي چې د امریکا استازي او طالبان د جګړې د پای ته رسولو په موخه په مخامخ خبرو بوخت دي.


















