(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۹)
ارګ په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې متحده عرب اماراتو ته یې له طالبانو سره د خبرو اترو په موخه لیږل شوی پلاوی له درۍ ورځني انتظار وروسته بیرته تش لاس کابل ته را رسیدلی دی.
جمهور رئیس اشرف غني ویلي
“له بده مرغه هغسې چې توقع کېده، مخالف لوري سره مذاکرات ونشول، د افغانستان حکومت د مسوول نظام د یوې برخې په توګه خپل رسالت ترسره کړ، خو له مخالف لوري څخه مو چې کومه توقع درلوده، ترلاسه نشوه.“
د ارګ په خبر پاڼه کې ویل شوي چې د مشورتي بورډ له غړو د طالبانو مخ ګرځول د هغوی سیاسي ماتې ښیي چې په وینا یې “دوی د سیمې خیر نه غواړي، سولې ته ژمن نه دي او د جګړې د دوام غوښتونکي دي“
ارګ ویلي ، خلیلزاد او نورو ګډونوالو هیوادونو هم د طالبانو دا کار غندلی خو زیاته کړې یې ده چې یادو هیوادونو ورسره ژمنه کړې چې په بله ناسته کې به طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کینوي.
طالبانو او خلیلزاد په جلا جلا ویناوو کې ویلي، چې د دوی خبرې یواځې پر هغو مواردو ورټولې وې چې تر افغان حکومت پورې یې تړاو نه درلوده او په داخلي مسائلو کې نه دي سره غږیدلي.
د ارګ مرکچي پلاوی وروسته تر هغه ابوظبۍ ته روان شو، کله چې طالبانو د خبرو د وخت او ځای اعلان وکړ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او خلیلزاد افغان چارواکو ته ژمنه ورکړې وه چې طالبان به ورسره مخامخ خبرو ته کینوي، خو د طالبانو د مخالفت له امله تر پر لپسې درۍ ورځني انتظار وروسته مرکچي پلاوی نا امیده کابل ته را ستون شو.


















