پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

غربي مطبوعات: له افغانستانه د امریکايي عسکرو خروج

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
دسمبر 21, 2018
کټګوریانې: خبرونه
0
484
ځلې شریک شوی
107
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۲۹۱)

دا هم ولولئ

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز د ډسبمر پر ۲۰ مه لیکي د جمهورریس ټرمپ دې فیصلې چي له افغانستانه به ډیر ژر ۷۰۰۰ (اوه زره) امریکايي عسکر راباسي، په اسیا او بین المللي ټولنه کي یو ډول وهم او وارخطايي ایجاده کړې ده. ځکه د امریکا اکثره ملګري ګومان کوي چي متحده ایالات په اسیا او نورو سیمو کي خپل مشرتوب خوشي کوي. دغه راز، د دفاع د وزیر جنرال مټیس استعفا همدا ډار نور هم تشدید کړ، ځکه مټیس په افغانستان د امریکايي پوځیانو د ساتلو یوازنی مهم پلوی وو.

نیویارک ټایمز کاږي له افغانستانه د امریکايي عسکرو راایستل اکثره دپلوماتان هک پک کړي دي، ځکه هیچا د دې مهمي فیصلې په باب مخکي له مخکي معلومات نه لرل.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ د ډسمبر پر ۲۱ مه کاږي د جمهورریس ټرمپ دا ناببره تصمیم چي له افغانستانه به نیم امریکايي عسکر راباسي، اشرف غني او یاران ئې سخت وار خطا کړي دي. د غني – عبدالله حکومت هڅه کوي چي یوه د اوړو پزه ځانته جوړه کړي. د غني – عبدالله لومړی عکس العمل دا وو چي دا دونه مهمه خبره نده، خو اکثره سیاسي مبصرین ئې د خطر زنګ ګڼي.

د غني – عبدالله یاران وايي چي د څو زرو امریکايي عسکرو ایستل به پر امنیتي وضعي باندي چندان اثر و نه لري، ځکه اکثره امریکايي عسکران د مربیانو نقش لوبوي.

واشنګټن پوسټ علاوه کوي اکثره سیاسي مبصرین وايي چي د امریکا دا راز ناببره وتل به سیاسي بي ثباتي رامینځته کړي، طالبان به لا تقویه کړي، او د سولي خبري به سبوتاژ کړي. زیاتره مبصرین د امریکا وتل د شورویانو سره مقایسه کوي چي په نتیجه کي د کابل حکومت سقوط وکړ، تباه کونکي داخلي جنګونه پیل سول، او په میلونهاوو افغانان پاکستان، ایران،‌او نورو ملکونه ته مهاجر سول.

رویټرز:

رویټرز د ډسمبر پر ۲۱ لیکي د امریکايي عسکرو د وتلو خبر پداسي وخت خپرېږي چي خلیلزاد دوې ورځي مخکي د طالبانو سره په ابوظبی کي وکتل، او هغوی د امریکايي عسکرو پر خروج او اور بند باندي خبري سره وکړې. د ټرمپ دې فیصلې دا خبره هم لا مبهمه کړه چي ایا د امریکا او طالبانو تر مینځ به بل مجلس په سعودي عربستان کي د جنوري په میاشت کي وسي او کنه.

رویټرز لیکي پدې څو تېرو میاشتو کي غربي دپلوماتانو به تل په مسخرو ویل چي یوه ورځ به ټرمپ له افغانستانه د امریکايي عسکرو د اخراج مسله په یوه ټويټ کي اعلام کړي. په کابل کي غربي دپلوماتان وايي چي ټرمپ د هغوی له حکومتونو سره د دې مهمي فیصلې په باب سلا مشوره نه وه کړې. هغوی وايي زیاتره غربي ملکونه له افغانستانه د وتلو تلوسه لري، او د ناټو هیوادونه به اول له افغانستانه ووځي.

نیوزویک:

د امریکا مشهوره خبري مجله نیوز ویک د ډسمبر پر ۲۱ مه لیکي که څه هم امریکايي جنرالانو زیات کوښښ کاوه چي د افغانستان د جنګ په اړه د ټرمپ فکر بدل کړي، خو ټرمپ له اوله سره د افغانستان له جنګ سره مخالف وو. ټرمپ تل په مینځني خیتځ کي د امریکايي نظامي مداخلو مخالف وو، او مدام ئې هڅه کوله چي په بهرني ملکونو کي د امریکا نظامي مداخلې راکمي کړي. هغه په خپله کابینه کي ټول پخواني جنرالان برطرفه کړل،‌ او اوس وار د دفاع د وزیر وو.

نیوز ویک لیکي ځیني امریکايي نظامي کارپوهان باور لري چي له افغانستانه د امریکايي عسکرو راوتل به افغان عسکر ځان بسیا کړي. خو د دې امکان هم سته چي طالبان لا تشویق کړي، او تهاجمي حالت غوره کړي.

ـــــــــــــــــــــــــــــ

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

لوی ټکي: ورځني سیاسي نوټونه
مخکینې مطلب

واشنګټن پوسټ:د امریکایانو احتمالي خروج په افغان حکومت کې سخته ویره خپره کړې

بل مطلب

تر منزله به رسېږو..!

ځانګړي مطالب

افغانستان

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
خبرونه

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
افغانستان

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
خبرونه

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
افغانستان

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com