واشنګټن پوسټ:د امریکایانو احتمالي خروج په افغان حکومت کې سخته ویره خپره کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ۳۰)
لویدیځو مطبوعاتو له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو د وتلو په هکله د ټرمپ تازه پریکړې ته کوریج ورکړی او د راتلونکو عواقبو په تړاو یې اوږدې مقالې خپرې کړې دي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي، که څه هم د ملي یووالي حکومت د نیمایي امریکایي سرتیرو په تړاو ظاهراً ویلي چې، د څو زرو امریکایي عسکرو وتل به د افغانستان پر امنیت کوم تأثیر ونه کړي، خو په وینا یې چې د امریکایانو د خروج پریکړې د حکومت په ټولو څانګو کې سخته وارخطایي خپره کړې ده.
ورځپاڼه زیاتوي،ډیری حکومتي چارواکي ویرې اخیستي چې د امریکایانو وتل به سیاسي بې ثباتي رامنځته او طالبانو به لا قوي کړي.
رویټرز آژانس بیا ویلي، د ناټو زیاتره غړی هیوادونه دې ډول اعلان ته د بې صبرۍ شیبې شمیري او که امریکایانو پر وتلو پیل وکړ، تر ټولو لومړی به د ناټو غړي هیوادونه خپلې کډې بار کړي.
امریکایي رسنیو د پنټاګون د دوو مهمو چارواکو له قوله خبر ورکړی چې ټرمپ غواړي تر راتلونکو څو اونیو له افغانستان څخه خپل نیمایي عسکر بیرته را وباسي او په دې توګه په دغه هیواد کې خپل پوځي حضور تر راتلونکو څو میاشتو پورې ختم کړي.



