نن د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوم لیکنه پیل کیږي

َ
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱)
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، نوماندان کولی شي سر له نن“ شنبې“ څخه بیا تر راتلونکو ۱۲ ورځو پورې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوم لیکنه وکړي .
د یاد کمیسیون ویاند میرزا محمد حق پرست وایي،د نوماندانو لومړنی لیست به د روانې میاشتې پر ۱۸ نیټه ابلاغ شي او وروستی او وروستی به یې د راتلونکې سلواغې (دلو) پر شپږویشتمه نیټه نهایي شي.
د ټاکنو کمیسیون دغه راز ویلي چې ټاکنې به د راتلونکې وري (حمل) پر ۳۱ مه نیټه ترسره کیږي.
دې ټاکنو ته تر اوسه ولسمشر غني، حنیف اتمر، شیدا محمد ابدالي، عمر داودزي، او څو تنو نورو اشخاصو دنوماندۍ تابیا نیولې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button