ولسي جرګه له نن څخه د پنځو وزيرانو د استيضاح لړۍ پيلوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغوې ۱)

ولسي جرګه له نن څخه د هغو پنځو وزيرانو د استیضاح کولو لړۍ پيلوي چې په سلو کې اویا پراختيايي بودیجه يې نه ده لګولې.

په دغه کسانو کې د فوايد عامې وزير، د عدليې وزير، د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزير، د کانونو او پتروليم وزير او له نشه ييې توکو سره د مبارزې وزيران شامل دي.

د ولسي جرګې غړې فوزيه کوفي وايي، د جرګې د پريکړې له مخې به نن د هغو پنځو وزيرانو د استيضاح لړۍ پيل شي چې کمه بوديجه يې مصرف کړې په وينا يې د هغوی د استيضاح کول به یوه اوونۍ وخت ونيسي.

د ولسي جرګې د مالي او بودجې چارو کمېسيون هر کال د وزارتونو له خوا د پراختيايي بودجې لګښت ارزوي او د کابل په اخره کې د جرګې عمومي غونډې ته راپور وړاندې کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button