(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱)
روغتیا پوهان وایي، لږ تر لږه باید په اونۍ کې یو شخص ۵۰۰ ګرامه غوښه وخوري، خو که تر دې یې کچه زیاته شو؛ ښایي بیا جانبي عوارض د انسان روغتیا ته پیدا کړي.
د روغتیایي چارو د ماهرینو په وینا، په غوښه کې په پراخه کچه پروټین، ویټامینونه او منرالونه موجود دي، چې د بدن روغتیا لپاره اړین او ګټور دي، خو که چیرې یې استعمال له ټاکلې اندازې زیات شي نو د هاضمې، خیټې درد او داسې نورو ستونزو لامل ګرځي.
څو کاله وړاندې یوه څیړنه خپره شوه چې لسو اروپایي هیوادونو باندې په څو کلونو کې تر سره شوې وه، ویل شوي وو، “زیاته غوښه خوړل د انسان عمر کموي.“
په مناسبه اندازه د غوښې خوراک د انسان لپاره د ناروغیو د مخنیوي لپاره ښه او اغیزمنه درملنه ده.
څو کاله وړاندې د امریکا د سرطان انستیوت په یوه ترسره شوې څیړنه کې ویلي وو چې د غوښې زیات استعمال د سرطان، الزائمر ، زړه، شکر او نورې هغه ناروغۍ چې مرګونې ثابتیږي ګواښ لوړیږي.
یوې ساینسي مجلې “ بیالوجی لیټرز“ په یوه څیړنیز مطلب کې لیکلي ،هغه کسان چې د غوښې له خوړلوډډه کوی نه یوازې دماشومانو دزیږولوصلاحیت یې کمیږی بلکې دهغوې دبدن دفاعی نظام هم کمزوری کیږی چې له کبله یې هغوې په اسانۍ سره په مختلفو ناروغیو اخته کیدلی شي


















