له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د هالنډ غبرګون

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومې ۱)

وړمه ورځ د “دسمبر په شلمه”  نيټه د امریکا والسټريټ ژورنال ورځپاڼې، سي ان ان تلو امريکايي تلويزيون او نړيوالو خبري اژانسونو خبر ورکړ چې د امريکا حکومت پريکړه چې له افغانستانه اووه زره ځواکونه وباسي.

له دغه پريکړې سره په افغانستان، نړۍ او امريکا کې مختلف غبرګونه راپاريدلي چې د ناټو غړو هېوادونو يو شريک هالنډ هم په دې اړه ويلي چې دغه پريکړې حيران کړي دي.

که څه هم ناټو په دې اړه له تبصرې کولو ډډه کړې خو د هالنډ د دفاع وزير آنک بايلود ويلي چې دوی په ناڅاپي توګه او د شريکو هېوادونو له خبرولو پرته د امريکا دغه پريکړې حيران کړي دي.

بايلود ويلي، کله چې کوم هېواد د يوه تړون غړی وي بايد د تړون اړوند مسايل له نورو غړو سره شريک کړای شي، نه دا چې په ټويټر کې اعلان وکړي او نور غړي يې هم د ټويټر له لارې خبر شي.

نوموړي ويلي، چې هالنډ به د افغانستان د وضعيت ښه کولو لپاره هلې ځلې کوي ځکه چې لا هم دغه هېواد کې امنيتي وضعيت ښه نه دی.

د افغانستان په جګړه کې د هالنډ ټول ۲۴ سرتېري وژل شوي او تر ۱۴۰ ډېر نور ټپيان شوي دي.

که څه هم ارګ د امريکا له يادې پريکړې وروسته وويل چې د څو زره امريکايي عسکرو په ايستلو سره د هېواد پر امنيت اغېز نه کېږي خو تيره ورځ د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په يوه مطلب کې ليکلي و چې د امریکايي ځواکونو د وتلو له پريکړې سره د حکومت په ټولو ادارو کې وارخطايي خپره شوې ده.

د سیاسي چارو کارپوه یونس فکور وايي د امریکا د حکومت دا پریکړه ممکن د افغانستان د سولې د روانو هڅو په ځانګړې توګه د زلمي خلیلزاد د ماموریت او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتو په اړه د طابانو د غوښتنو په تړاو شوې وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button