(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغوې ۱)
روسيې د امريکا د هغې پريکړې په اړه غبرګون ښودلی چې ويلي يې دي له افغانستانه به خپل اووه زره ځواکونه اوباسي او د ټولو ځواکونو د احتمالي ايستلو په اړه هم راپورونه ورکړل شوي دي.
د کرميلین وياند ديمتري پيسکوف ويلي، تر دې مخکې هم امريکا له افغانستانه د خپلو عسکرو د ايستلو ژمنې کړي خو عملي کړې يې نه دي.
نوموړی ويلي، چې روسيه هيله منه ده څو امريکا خپله کړې پریکړه عملي او له افغانستانه خپل عسکر وباسي خو زياتوي چې نه پوهيږي امريکا به په رښتيا هم له افغانستانه ووځي او که نه؟ په وينا يې له دغه هېواده د امريکايانو وتل د هغوی په ګټه دي.
روسيه وايي، په افغانستان کې امن او ثبات د سيمې په ګټه دی خو دا هرڅه د امريکايي ځواکونو په وتلو پورې اړه لري.
د امريکا ولمسشر ډونالډ ټرمپ دوه ورځې مخکې امريکايي پوځ ته امر کړی چې له افغانستانه اووه زره سرتيري وباسي چې د سيمې هېوادونو ترڅنګ، د ناټو غړو هېوادونو او په افغانستان کې يې ګڼ غبرګونونه له ځآن سره لرل.
د شنونکو په باور، له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو پريکړه ښايي د طالبانو او امريکايي استازو د وروستيو ليدنو کتنو کې د طالبانو په غوښتنه شوې وي.
تر اوسه معلومه نه ده چې امريکا به د يوې مخې له افغانستانه ووځي او که د افغانستان جګړه به خصوصي کمپنيو ته ورکوي.
ناتاييد شوي راپورونه وايي، د بلک واټر خصوصي کمپنۍ مشر د افغان جګړې د قرارداد اخيستلو لپاره هلې ځلې پيل کړي دي.
تر دې مخکې هم د دغه کمپنۍ مشر د افغان جګړې او د افغانستان د طبيعي منابعو د قرارداد ترلاسه کولو لپاره غوښتنې له امریکا غوښتنې کړې وې.


















