(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱)
د ولسي جرګې غړو نن په خپله عمومي ناسته کې په هغو راپورونو اندیښنه ښکاره کړه چې ګواکې امریکا غواړي تر راتلونکو څو اونیو خپل نیمایي سرتیري له افغانستان څخه وباسي.
دجرګې غړو وویل، که امریکایانو افغانستان پریښوده، دا به د مخالفو وسلوالو (طالبانو) مرال قوي کړي او وضعیت به لا د هغوی په ګټه تمام شي.
د ولسي جرګې غړو ټینګار وکړ، تر هغو چې له طالبانو سره د تلپاتې سولې سند نه وي لاسلیک شوی، باید امریکایان ونه وځي.
ځینو وکیلانو ویل، امریکا دلته د خپلو ګټو لپاره راغلې او چې ګټې یې خوندي نه وي، یوه شیبه هم مقاومت ته دوام نه ورکوي.
د ولسي جرګې غړي صادقي زاده نیلي وویل، امریکا ته له پیله د افغانستان ګټو اهمیت نه درلود او یوازې د خپلو ګټو لپاره راغلې وه.
د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي هم د دې مسئلې په تړاو اندیښنه ښکاره کړه او زیاته یې کړه، د افغانستان وضعیت په داسې حال کې دی چې د امریکایي ځواکونو وتل به پرې ژور اغېز وښندي.
بلخوا بیا ځینو وکیلانو هیله څرګنده کړه چې که امریکا په یو مخیز ډول له افغانستان څخه پښې سپکې کړې، دا هیواد به آرام او هیڅ وسلوالې ډلې ته به د مقاومت دلیل پاتې نه شي.
باید وویل شي چې د امریکایي ځواکونو د احتمالي وتلو مسئلې د امریکا په کانګرس کې هم پارونې رامنځته کړې او سناتورانو له امریکایي ولسمشر غوښتي چې باید پر خپله پریکړه له سره غور وکړي،ځکه د دوی په وینا؛ له افغانستان څخه د ځواکونو ایستل به سخت عواقب ولري او که امریکا د ځواکونو د ایستلو پیل وکړ ، ټول ملګري به یې وار له مخه دا هیواد پریږدي.
د امریکا د دې احتمالي پلان پر اساس په پام کې ده چې له افغانستان څخه تر راتلونکي اوړي پورې اووه زره پوځیان وایستل شي


















