(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۲)
د سومالیا په پلازمینه موګادیشو کې پرلپسې دوو چاودنو په پراخه کچه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
چارواکي وایي، پیښه د دغه هیواد د ولسمشرۍ ماڼۍ په ۴۰۰ مترۍ کې رامنځته شوې چې له امله ۱۶ تنه وژل شوي او شل نور ټپیان دي.
د دغه هیواد پولیس وایي، لومړۍ چاودنه یوې امنیتي پوستې ته څیرمه شوې چې د یوه ژورنالیست په ګډون یې درۍ تنه وژلي او دوهمه بیا هم پریاده سیمه کې پر امنیتي ځواکونو شوې چې له امله یې د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې.
پولیس دغه راز وایي چې دواړه چاودنې د موټر بمونو په وسيله ترسره شوي دي.
د پیښې مسؤلیت د الشباب ډلې منلی او ویلي یې دي چې په دې بریدونو کې یې د ولسمشرۍ ماڼۍ د امنیتي کمربند پوستې په نښه کړې دي.

















