د امریکا د داعش ضد جګړې څارونکي مشر هم استعفا ورکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۲)

وروسته تر هغه چې د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس خپله استعفا وړاندې کړه او لامل یې له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو ژر را ایستل وښوودل، په تعقیب یې یو بل لوړپوړي امریکایي چارواکي هم د دندې پریښودلو خبر ورکړی دی.
“ بریت مکګورک“ چې د پخواني ولسمشر اوباما له خوا د داعش ضد جګړې د مشر څارونکي مسؤلیت ور له غاړې وه، د ډونالډ ټرمپ پر یاده پریکړه د اعتراض له امله دنده پریښې ده.
نوموړي ویلي، امریکا باید تر هغو په سوریه کې پاتې شي، څو یې د داعش ډلې ریښې نه وي ورختمې کړې.
مکګورک دغه راز ویلي، که امریکایانو سوریه پریښوده، ښایي په دغه هیواد کې داعش ډله بیا ځواکمنه شي او د لویو بریدونو تابیا ونیسي.
که څه هم تر ډیره تورونه دا دي چې امریکایي ځواکونه د داعش په تمویل او تجهیز کې په لوړه کچه لاس لري او په دې وروستیو کې یې د دې ډلې مشران له سوریې تر افغانستانه په بریالیتوب سره لیږدولي، خو امریکا تل په دواړو هیوادونو کې د یادې ډلې د فعالیت له امله پر خپل نظامي شتون ټینګار کوي او زیاتوي چې دوی غواړي داعش ډله چې نړیوال امنیت ته خطر ده، له منځه یوسي، چې په همدې پلمه یې د افغانستان په ګډون د نړۍ په زیاتره هیوادونو کې یې د خپلو وسلو د آزمایلو تر څنګ لوی وحشتونه  رامنځته او د اړوندو هیوادونو حکومتونه یې تسخیر کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button