نورستان: ترافیکي پیښه کې“شلو“ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۲)

له نورستان ولایت څخه ورکړل شوي راپورونه وایي چې تیره ورځ د دغه ولایت په نوراګرام ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پیښې له امله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
سیمیزې سرچینې وایي، په پیښه کې ۳ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي، د پیښې ټپیان د ننګرهار او لغمان روغتونونو ته لیږدول شوي چې د روغتیاپالانو په وینا، د ځینو ټپیانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی.
عیني شاهدان وایی، پیښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطي او ګړندي مزل له امله رامنځته شوې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button