د تخار د عامه نظم قومندان د طالبانو په کمين کې وژل شوی
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومې ۲)
د تخار ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت د عامه نظم پوليسو قومندان د طالبانو له کمين سره مخ شوی او وژل شوی دی.
د تخار د والي وياند جواد هجري وايي، د تخار د عامه نظم د پوليسو “قومندان طاووس” غوښتل نن سهار له کندوز ولايت څخه تخار ته ولاړ شي چې پر لاره د طالبانو پر کمين برابر شو.
د هجري په وينا، په دغه بريد کې د طاووس په شمول د هغه درې ساتونکي وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.
د تخار او کوندوز تر منځ پر لاره شاوخوا سيمې زياتره د طالبانو تر حاکميت لاندې دي او وخت ناوخت د حکومت پر لويو پوځي کاروانونو بريدونه کوي خو تر دې مهاله يې د ياد بريد په اړه څه نه دي ويلي.



