د حکومت او ټاکنو کمېسيون تر منځ پر انتخاباتو ناندرې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومې ۲)
 
د افغانستان د ولسمشريزو او نورو ټاکنو په اړه د حکومت او ټاکنو کمېسيون تر منځ تازه ناندرې پيل شوي چې د ولسمشر دوهم مرستيال د ټولو ټاکنو پر يوځای د ترسره کولو ټينګار کوي.
د ولسمشر دوهم مرستيال سرورو دانش ويلي، که ټاکنو کمېسيون په پسرلي د ولسمشرۍ، په غزني کې د ولسي جرګې او په هېواد کې د ولايتي او ولسواليو شورګانو ټاکنې نه شي کولی نو حکومت ته دې دلايل وړاندې کړي.
دانش ويلي، د ټاکنو کمېسيون د کمزوري مديرت له کبله لا هم د يو شمير ولايتونو د ولسي جرګې د ټاکنو پايلې نه دي اعلان شوي.
د سرور دانش يادو څرګندونو ته د ټاکنو کمېسيون غبرګون ښودلی او د دغه کمېسيون مرستيال وياند عبدالعزيز ابراهيمي ويلي، چې یاد کمېسيون پر يوه وخت د ټولو ټاکنو د ترسره کولو توان نه لري.
د ابراهيمي په خبره، وخت او امکاناتو ته په کتو د ټولو ټاکنو پر يوځای ترسره کېدل ناشوني دي خو د ولسمشر مرستيال وايي که څلور واړه ټاکنې راتلونکې پسرلي کې ونه شي نو قانوني ستونزه به رامنځته شي.
پرون د ولسمشريزو ټاکنو د نوماندانو لپاره د نومليکنې لومړۍ ورځ وه خو د ټاکنو کمېسيون د معلوماتو له مخې تر اوسه هیچا هم ولسمشريزو ټاکنو ته نومليکنه نه ده کړې.
د ولسمشر دوهم مرستيال سرورد دانش په داسې حال کې د قانون د ماتولو خبره کوي چې د اساسي قانون پر اساس د ملي يووالي حکومت رامنځته کېدل او له څلورو کلونو راهيسې پارلمان يې دواړه ناقانونه دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button