کندهار: شپنيو عملیاتو کې اته تنه ملکيان وژل شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومې ۲)

د کندهار ولايت په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د شپنيو عملياتو پر مهال اته تنه ملکي وګړي وژل شوي چې پنځه يې د يوې کورنۍ غړي دي.

دغه پېښه تيره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط د چغنيانو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

ځايي سرچينې وايي، د چاپې عسکرو لومړی له يوه کوره يو پلار او څلور زامن راوايستل او وروسته يې په ډزو ووژل.

د سرچينې په وينا، په ډزو کې د همدې کورنۍ درې ميرمنې او د کلي درې تنه نور هم وژل شوي دي.

د شاوليکوټ امنیتي سرچينې په ياده ولسوالۍ کې عمليات تاييدوي خو تر اوسه يې په عملياتو کې ملکيانو ته د اوښتې مرګ ژوبله په اړه څه نه دي ويلي.

د چغنيانو کلي اوسېدونکي وايي، عملياتي عسکرو شپږ تنه کليوال له ځان سره د بنديانو په توګه هم وړي دي.

په وروستيو کې د ګډو ځواکونو شپنيو عملياتو او بمباريو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله زياته شوې ده چې حکومت او نورې بشري ادارې يې هم په اړه چوپه خوله دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button