نورستان: د يوې خصوصي راډيو وسايل سوځول شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومې ۲)
په نورستان ولايت کې د “الینا” خصوصي راډيو مشر صاحب داد همدرد وايي، تيره شپه يې د راډيو ودانۍ ته نامعلومه وسله وال ورغلي او ټول وسايل يې ورته سوځولي دي.
د همدرد په وينا، ماخستن مهال نهه بجې د راډیو ودانۍ ته نا معلومه وسله وال راغلل، د راډيو کارکوونکي يې وتړل، ټول وسايل يې وسوځول او ځينې کارکوونکي يې تر يوه ځايه بوتلل خو بيرته يې راخوشې کړل.
نوموړی وايي، تر دې مخکې ورته داسې کوم خبرداری نه و ورکړل شوی چې دوی ترې خطر حس کړي.
د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یاده پېښه تاييدوي او رئيس يې جلال نورستانی وايي، سيمې ته يې پلاوی لېږلی څو معلومه کړي چې دا کار د چا له خوا ترسره شوی دی. تر اوسه د يادې پيښې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې.



