له څو وزارتونو او ادارو یوه واحده اداره جوړیږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۲)

د جمهورئیس د فرمان له مخې څو ادارې او وزارتونه یو پر بل کې مدغم کیږي او د وزارت په کچه به ترې یوه واحده اداره جوړه شي.
د دغه حکم له مخې، د ترانسپورټ وزارت، د هوایي چلند ملکي اداره، د رېل پټلۍ اداره ، فواید عامې وزارت او د ترافیکو ریاست په ادغام سره به د “ترانسپورټ وزارت“ تر عنوان لاندې  یوه واحده مرکزي اداره جوړېږي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي دا ګام یې په لګښتونو کې د سپما کولو، د ښې حکومتولۍ د پر مخ وړلو او د یوه کامل شفافیت د رامنځته کولو په خاطر اخیستی دی.

د جمهوري ریاست د فرمان پر اساس، د دغو بنسټونو ټول تقنیني اسناد له یو بل سره مدغم کېږي او د یادو بنسټونو د ادغام بهیر تر نهایي کېدو او په اړوندو تقنیني اسنادو کې د اړینو تعدیلاتو د مراحلو تر بشپړېدو پورې، د ټولو صلاحیتونو اعمال او د یادو بنسټونو د لومړۍ درجه آمرینو د ورکړې قانوني مسؤولیتونه، د فواید عامې وزارت پر غاړه دي.
د دغو اداراتو او وزارتونو د یوځای کولو د څار چارې به د سروردانش په مشرۍ د جمهوري ریاست یو ټیم مخته وړي.
او د فواید عامې وزارت یو تخنیکي ټیم به د یادو بنسټونو د ادغام طرحه ترتیب او له تشکیلاتي او بودجوي اړخه به یې د اداري اصلاحاتو له کمېسیون او مالیې وزارت سره په همغږۍ، پرمخ وړي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button