اندونيزيا سونامي: د وژل شويو شمير له دوه سوو اوښتی نږدې نهه سوه نور ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومې ۳)
د راپورونو له مخې، په اندونيزيا کې د سونامي د څپو له امله د مړو شمير له دوه سوو اوښتی او نږدې نهه سوه تنه نور ټپيان شوي دي.
د سونامي دغه څپه وړمه ورځ کراکاتوا سيمه کې رامنځته شوه چې د دغه هېواد د طبعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې ویاند پوروو نوګروهو وايي تر اوسه ۲۲۲ تنه مړه شوي او شااوخوا ۸۰۰ نور ژوبل دي په خبره يې ۲۸ تنه نور لادرکه دي.
د ګروهو په وينا، ښايي د مړو او ټپيانو شمير ې زياتوالی راشي ځکه چې تر اوسه ټولو روغتيايي مرکزونو په پېښه کې د قربانيانو مکمل لیستونه نه دي وړاندې کړي.
د اندونيزيا د طبيعي پيښو سره د مبارزې اداره وايي، لا هم د یوې بلې څونامي د پېښېدو وېره شته، ځکه د اناک کراکاتوا اورشنیدی خوټېږي او په څونامي بدلېدی شي، د اناک کراکاتوا اتش فشان سره نږدې سيمو خلکو ته ويل شوي چې له سمندرغاړې ليرې شي.
ويل کېږي، د اتش فشان د رامنځته کېدو له کبله په سمندر کې ځمکه خوځېدلې او سونامي ترې جوړ شوی.
په اندونيزيا کې سږ کال ډيرې زلزلې شوي چې يوازې په سپتمبر مياشت کې په پالو ښار او سولاوسي ټاپو کې سونامي او زلزلې د نږدې دوه نيم زره کسانو ژوند واخيست.



