(ښايي ولسمشريزې ټاکنې وځنډول شوي)

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۳)
د افغانستان د ټاکنو کمېسيون او افغان حکومت سرچينې وايي، ښايي راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې وځنډول شي.
دغه څرګندونې د ټاکنو کمېسيون يوه کمېشنر رفيع الله بيدار نن په کابل کې رسنيو ته وکړې او زياته يې کړه د ولسشمريزو ټاکنو د ځنډېدو په اړه له سياسي ګوندونو مشرانو، څارونکو ادارو، مدني ټولنو، مالي او امنيتي ادارو سره مشورې روانې دي.
دغه راز يوې حکومتي باوري سرچينې رسنيو ته ويلي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ملي امنیت شورا ته يوه داسې طرح وړاندې کړې چې له مخې به یې ولسمشریزې ټاکنې د حمل د ۳۱مې پرځای درې میاشتې په ځنډ سره تر سره شي خو دغه طرحه د امنيت شورا له خوا نه ده منل شوې او د نوې طرحې د وړاندې کولو ورته ويل شوي دي.
د سرچينې په وينا، ښايي د ټاکنو خپلواک کمېسيون تر راتلونکو څو ورځو پورې د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډ اعلان وکړي.
په ورته وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون غړی حفيظ الله هاشمي د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ايا ولسمشريزې ټاکنې به د حمل په يودېرشمه نيټه وشي او که نه؟ وويل: “په دې اړه مو مشورې پيل کړي او هيله ده چې نن شپه يا سبا ناوخته خلکو ته يوه اعلاميه ورکړو”.
د هاشمي په وينا، تر دې دمه څلوېښت کسانو په ولسمشريزو ټاکنو کې معلوماتي مواد ترلاسه کړي خو تر اوسه کوم چا نومليکنه نه ده کړې.
تر دې مخکې، د افغان سولې په اړه د امريکا د سولې استازي زلمي خليلزاد د افغانستان د مسلې په اړه له طالبانو، سيمه ييزو او نورو هېوادونو چارواکو سره څو ځلې ناستې وکړې چې هغه وخت هم د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډېدو راپورونه ورکړل شوي و.



